AP ۱۴۰۳ مرغومی ۵ ۰:۳۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85699840
T T
۰ Persons

Tags

د کرنې وزارت سرپرست او د کندهار والي د دولتي ځمکو د وېش په اړه خبرې وکړې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر او د کندهار والي په دغه ولایت کې د دولتي ځمکو د ویش په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري سه‌شنبه د مرغومی په ۴ د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي ملا محمدعلي حنفي، چې په ملاشیرین مشهور دی، سره لیدنه او خبرې وکړې.

د مولوي عطاءالله عمري د سفر موخه د هغو ځمکو د وېش موضوع څېړل وو، چې د فتحې څخه مخکې د هغه وخت مشرتابه لخوا وېشل شوې وې، خو په دې برخه کې د ځمکو د تثبیت لپاره ځینې ستونزې او ننګونې موجودې وې.

 د کرنې وزارت سرپرست په دې غونډه کې وويل: ځینې ځمکې د اسنادو د نشتوالي او د ثبت ستونزو له امله په سمه توګه نه وې وېشل شوې. ورته ستونزې په هلمند ولایت کې هم موجودې وې، او هلته هم د ځایي چارواکو لخوا د دې موضوع د حل لپاره غونډې ترسره شوې دي.

هغه له ځایي چارواکو وغوښتل چې د دې ستونزو د حل په برخه کې اړینه همکاري وکړي او په کندهار ولایت کې د کرنیزو ځمکو د دقیق تثبیت لپاره جدي هڅې وکړې. همدا راز ملا شیرین د دې موضوع د ملاتړ اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې د ټاکل شوې ډلې سره به اړینه همکاري وکړي.

 دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د کندهار ولایت د کرنې ریاست تر څارنې لاندې به یو تخصصي ټیم جوړ کړي، څو په ولسوالیو کې د ځمکو د ثبات او وېش موضوع وڅېړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .